هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
۴۱ تا په سيوري كي ځان پټ كړي دي ٫ اې زما ګرانه ٫ ته چيري دټولو تر شا ولاړ يې ؟ دوي تا ټېلوهي ٫ ستا له څنګه دخاورو پر ډك سړك باندي تېريږي ٫ او ستا هيڅ خيال نه ساتي ٫ زهدلته له څو ګړيو راهيسي نذرونه په لاس انتظار كومه ٫ لاروي تېريږي او يو يو ګل له ما نه اخلي اوس نژدې ده چې ټوكرۍ تشه سي ٫ دګهيځ وخت تېر سو اودغرمې هم دماښام په سيوري كي زما سترګي له خوبه پټي پټي كيږي هرڅوك خپلو كوروته ځي ما ويني راباندي خاندي او ما محجوبوي ٫ زه دګدا ګري نجيلۍ په شان پلو پر مخ ناسته يم او كله چي دوي ما وپوښتي چي زه څه غواړم ؟ نو زه سترګي كښته واچوم او هغو ته هيڅ ځواب نه وركوم ٫ آه ٫ رښتيا هم زه هغو ته داكله ويلاي سم چي زه تا ته انتظار لرم ٫ تا دراتلو وعده كړې ده ٫ زه له شرمه څنګه ويلاي سم چي زه بې له دې غربته نورڅه جهيز ٫ دوركولو ٫ له پاره نه لرم ٫ آه ٫ ما داغرور دخپل زړه په كومي پټ كړي دي ٫ زه پر وښو ناسته آسمان ته ګورم ٫ ستا ناڅاپه راتګ په ډېر شان او شوكت په خوب كي وينم چي ټولي روڼا وي په ځلېږي ٫ ستا دبګۍ زرين بيرغ رپيږي ٫ ټول وګړي حيران ولاړ ګوري چي ته راكوز سې زما لوري ته راځې ددې لپاره چي ما له ځمكي پورته كړې ٫ او يوې داسي بېوزلي نجلۍ ته دخپل څنګ سره دكښيناستو ځاي وركړې چي له شرم او نخوته داسي رپيږي لكه دوني پاڼه چي نسيم رپوي ٫ خو وخت تېريږي او تر اوسه لا ستا دبګۍ دارابو آواز نسته ٫ ډېر دبرم او خوښۍ جلوسونه له خپلو سحر كاريو سره تېر سول ٫ آيا ته به هم هغه يې چي دټولو تر شا په يو سيوري كي پټه خوله ولاړيې ؟ او زه به همدغه يم چي ستا په انتظار كي به ژاړم او په نا كامو آرزوګانو به خپل زړګي ستومانه ساتم ؟ ۴۲ دسهار په شنه خړه داپټه ګنګوسه وه چي موږ به په بيړۍ كي سپرېږو ٫ ځوبه ٫ يوازي ته او زه ٫ او په دنيا كي به بل هيڅوك دعبادت ددې ناټاكلي مقام او ناپايه سفر په حال نهخبروو ٫ په دې بې ساحله سمندر كي ٫ ستا دخاموشانه موسكا په وړاندې چي سر تر پايه ٫ توجه ٫ ده زما له سندري نغمه جوړيږي ٫ دڅپو په شان آزاده ٫ دالفاظو له ټولو قيودو څخه آزاده ٫ آيا وخت هغه وخت لانه دي راغلي ؟ تر اوسه لا كر كوې؟ دغه ده شپه تر ساحله پورې را ورسېدله او په دې تره غوني ماښام كي چڼچڼي خپلو خپلو ځاليو ته الوزي ٫ ځي ٫ څوك خبر دي چي دا ځنځير به كله جلا سي ؟ او دابېړۍ به كله دغروب دلمر دوروستيو وړانګو په څېر كله له سترګو پټه سي؟ ۴۳ هغه هم يوه ورځ وه چي ما ستا دپاره ځان تيار نه كړاي سو او ته اې زما پادشاه ٫ دمعمولي سړي په څېر ناخبره بې له دې چي څه ووايې او بې له دې چي زه پوهه سم زما په زړګي ننوتې او زما دژوند پر ډېرو فاني لمحو دي ددام ټاپه ولګوله ٫ او نن چي اتفاقا زه پر هغو لمحو روڼا اچوم او ستا دلاس نقشونه ګورم ٫ نوراته څرګنده سي چي هغه لمحې زما دهېرو سوو زبونو ورځو دخوښيو او غمو له ياده سره په تورو خاورو كي پرتي دي ٫ تا په خاوروكي زما دوړكتوب لوبي وليدلې خو په نفرت راڅخه ونه ګرځېدې اوهغه قدم چي ما يې خپل دلوبو په كور كي نرم آواز اورېدلي ٫ هم هغه دي چي ددوو ستورو تر منځ يې دباز ګشت آواز پيدا كړي دي ٫ ۴۴ زما خوښي په دې كي ده چي همدغه شان ستا انتظار باسم او تر هغه پوري ستا لارګورم څو چي سيوري په روڼا پسي ځي او څو باران دګرمۍ په ويښوالي كي راځي ٫ رويبار بې خبره له آسمانو څخه خبرونه راوړي تبريك وړاندي كوي او پر سړك راځي ٫ زما زړه له دننه خوښ دي او دتېرېدونكي وږمې ساه خوږه ده ٫ سهار تر ماښامه پوري زه په خپله دروازه كي ناسته يمه او پوهېږم چي دخوښۍ ساعت دانتظار په حالت كي ناڅاپه راتلونكي دي ٫ په دې حال كي زه مسېږم او يوازي سندري وايم چي هوا ما د ٫ يوچا ٫ دپيمان په بوي ښاده كړي ٫ ۴۵ آيا تا دده دقدم خاموشه آواز نه دي اورېدلي ؟ هغه راځي او هميشه راځي ٫ په هره لمحه او هر ژوند كي ٫ هره ورځ او هره شپه هغه راځي ٫ ما په زړه كي په مختلفو كيفياتو سندري وبللې ٫ خو له هغه تل د دايو ږغ راوزي چي ٫ هغه راځي او هميشه راځي ٫ دتاوده اپرېل په معطرو ورځوكي هغه دځنګله له لاري راځي او هميشه راځي ٫ دجولاي دباراني شپو په تياره كي داوريځي پر تالندي لرونكي بګۍ هغه راځي او هميشه راځي ٫ دپر له پسې غم په حالت كي دده قدم دي چي زما په زړه كي ښخېږي او دهغه دقدم زرين مښود دي چي زما خوښۍ ځلوي
----------------------------------- نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۳۸:۳۲ | آرشيو نظرات (0) |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|